سیمهنړۍ

ملګري ملتونه: اسراییل او د هغه ملاتړي د غزې د بیارغونې لپاره د پیسو ورکولو مسؤلیت لري

د فلسطین په سیمو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسسکا البانیز وویل چې د غزې د بیارغونې بشپړ مسؤلیت د اسراییلي رژیم او د هغه د اصلي ملاتړو په غاړه دی.

البانیز ټینګار وکړ: “د غزې د بیارغونې لګښت باید اسراییل ورکړي، او د متحده ایالاتو، جرمني، ایټالیا او انګلستان په څیر هیوادونه هم باید پدې مسؤلیت کې شریک شي، ځکه چې د اسراییلو لپاره د دوی نظامي او سیاسي ملاتړ دوام لري.”

د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د لومړنیو اټکلونو له مخې، په غزه کې د جګړې له امله رامینځته شوي ویجاړۍ د بیارغونې لګښت د 50 ملیارد ډالرو او 80 ملیارد ډالرو ترمنځ اټکل شوی، چې دا د عصري تاریخ ترټولو ګران بیارغونې پروژو څخه دی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې له یو کال څخه ډیر وخت تیر شوی او په سیمه کې ډیری زیربناوې ویجاړې شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button