افغانستانسیمه

د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازی: نړیواله ټولنه د افغان کډوالو په وړاندې حتی خپل اساسي مکلفیتونه هم نه شي پوره کولی

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په نړیواله ټولنه سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا د ملیونونو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره حتی خپل اساسي مکلفیتونه هم نه شي پوره کولی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایرواني په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت ته په اشارې سره اعلان وکړ چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغان کډوالو لپاره تصویب شوې بودیجه د تیرو کلونو په پرتله له ۶۰ سلنې څخه زیاته کمه شوې ده.

هغه ټینګار وکړ: “ایران یوازې د شاوخوا شپږ میلیونه افغان وګړو د کوربه توب دروند بار نشي زغملی؛ دا وضعیت د نړیوال مسؤلیت شریکولو اصل څخه سرغړونه کوي، او نړیواله ټولنه باید خپل مکلفیتونه پوره کړي.”

د ایران استازي د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې هم رد کړې، چې ویلي یې دي ایران یوازې هغه خلک بیرته افغانستان ته راستنوي چې قانوني اسناد نلري، او دا عمل د نړیوال قانون سره سم دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button