پرون (۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴) په ټولیزه توګه ۴۲۱ افغان کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هیوادونو څخه هیواد ته راستنې شوې.
د اسلامي امارت د کډوالو چارو کمیسیون د معلوماتو له مخې، ۲۹۳ کورنۍ د تورخم بندر (ننګرهار) له لارې، ۵۷ کورنۍ د پل ابریشم (نیمروز) له لارې، ۳۴ کورنۍ د اسلام کلا (هرات) له لارې او ۳۷ کورنۍ د بهرامچه (هلمند) له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
ټولو راستنیدونکو کورنیو افغانستان ته د ننوتلو سره سم د اسلامي امارت څخه نغدي او غیر نغدي مرستې ترلاسه کړې.
په دې وروستیو اونیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د رضاکارانه او جبري راستنیدو پروسه ګړندۍ شوې ده.








