افغانستان
په کندز کې د ۴۲ ملیون افغانیو په ارزښت د ۱۰۰۰ ټنو سړې خونې پرانیستل شوه
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې د ۴۲ ملیون افغانیو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره یو معیاري سړې خونې بشپړ او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا سړه خونې درې ښه سمبال خونې لري او په یو وخت کې د ۱۰۰۰ ټنو میوو او سبزیجاتو د ساتلو ظرفیت لري.
سیمه ییز چارواکي وايي چې دا پروژه چې د یوه خصوصي شرکت لخوا تمویل شوې ده، به د سیمې بزګرانو سره مرسته وکړي چې خپل محصولات په ښه کیفیت او اوږد مهال کې وساتي او بازار یې کړي.








