افغانستانسیمه

د ترکیې د بشري مرستو ۱۲مه بار چې ۱۲۷۱ ټنه وزن یې افغان سرې میاشتې ته وسپارل شو

د ترکیې د بشري مرستو ۱۲مه بار چې ۱۲۷۱ ټنه وزن یې خوراکي او غیر خوراکي توکي وو، د چهارشنبې په ورځ (۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴) په هرات کې د افغان سرې میاشتې ټولنې چارواکو ته وسپارل شو.

د افغان سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور د سپارلو په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د تیرو بارونو په څیر، دا مرستې به په ټول هیواد کې اصلي ګټه اخیستونکو ته په بشپړ شفافیت او د چارواکو تر څارنې لاندې وویشل شي.

هغه زیاته کړه چې د افغان سرې میاشتې ټولنې سږ کال د زلزله ځپلو ولایتونو کنړ، بلخ او سمنګان کې پراخه مرستې کړې دي، او اوس مهال په دې سیمو کې روغتیايي خدمات، ګرم خواړه او بیړنۍ مرستې چمتو کونکي کمپونه فعال دي.

په هرات کې د ترکیې قونسل جنرال تزکان غازی اوغلو وویل: “دا مرسته د طبیعي پیښو له امله اغیزمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره لیږل شوې وه، او ترکیه تل په سختو شرایطو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button