افغانستانسپورت

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه

د هیواد د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله د سې شنبې په ورځ (۱۸ د لیندۍ ۱۴۰۴) د ۲۰۲۵ کال د آسیا جام کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته لاړه.

دا سیالۍ به د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شي او اته لوبډلې به پکې برخه واخلي.

د هیواد د کرکټ فدراسیون هیله څرګنده کړې چې د ۱۹ کلنو لوبډله به په ښه توګه فعالیت وکړي او د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام لپاره به کوالیفای شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button