افغانستان

د عامې روغتیا وزیر: د افغانستان روغتیا سکتور لاهم د نړیوالو شریکانو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ (۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴) د جنوبي آسیا لپاره د یونیسف د سیمه ایز دفتر رییس سنجي وجیسیکیر سره ولیدل.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د موجوده همکارۍ، د روغتیا سکتور ننګونو، ګډو هڅو او راتلونکو اړتیاوو په اړه بحث وکړ.

د عامې روغتیا وزیر، د یونیسف د تیرو ملاتړونو ستاینه وکړه، ټینګار یې وکړ: “د کورنیو ظرفیتونو سره سره، د افغانستان روغتیا سکتور لاهم د نړیوالو شریکانو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو د مور او ماشوم روغتیا، واکسیناسیون، تغذیې، د ساري ناروغیو کنټرول او اساسي روغتیایی خدماتو په برخو کې اغیزمن بدلونونه رامینځته کړي.”

هغه زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت چمتو دی چې د ګډو پروګرامونو په پلي کولو کې همغږي، شفافیت او حساب ورکونه زیاته کړي.

د یونیسف د سیمه ایز دفتر مشر هم ډاډ ورکړ چې سازمان به د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د نړیوالو مرستندویانو څخه نورې مرستې زیاتې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button