افغانستان

په کابل کې د ټکسي رنګولو پروسه دوام لري؛ له ۷۴۰۰۰ څخه زیاتو موټرو ته فیروزي رنګ ورکړل شوی

د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست اعلان وکړ چې د ټکسي رنګونو د یووالي پروژې له پیل راهیسې، له ۷۴۰۰۰ څخه زیاتو موټرو ته فیروزي رنګ ورکړل شوی، چې له دې ډلې شاوخوا ۴۰۰۰۰ یې په کابل کې ښاري ټکسي دي.

د دې ادارې د تدارکاتو رییس حکمت الله سمیر وویل: “د ټکسي رنګولو پروسه لاهم روانه ده او تر هغه چې غوښتنه وي، د ټکسي جوازونه به ورکړل شي؛ دا پروسه په ځینو سیمو کې بشپړه شوې او د ښار په مرکزي برخو کې دوام لري.”

د کابل ښاریانو د دې پروژې هرکلی کړی او وايي چې د یونیفورم رنګ ډیر نظم، د جواز لرونکو ټکسيونو اسانه پیژندنه، او په ښاري موټرو کې د خلکو باور زیات کړی دی.

د ټکسي یونیفورم رنګ کول له څو کلونو راهیسې د ترافیک تنظیمولو، د مسافرینو خوندیتوب ډاډمن کولو او د کابل ښکلا کولو په هدف روان دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button