اقتصاد

د سرپل ولایت د قشقري د تیلو له ساحې څخه د ۱۰.۵ ملیون ډالرو په ارزښت د ۱۸۰۰۰ ټنو خامو تیلو خرڅلاو

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د سرپل ولایت د قشقري د تیلو له ساحې څخه ۱۸۰۰۰ ټنه خام تیل چې شاوخوا ۱۰.۵ ملیون ډالر ارزښت لري، د یوې آزادې او شفافې داوطلبۍ پروسې له لارې ملي سوداګرو ته پلورل شوي دي.

وزارت ټینګار وکړ چې د داوطلبۍ ټولې پروسې په بشپړ ډول شفاف او سیالي کونکي ډول ترسره شوي او عاید به یې د دولت خزانې ته وسپارل شي.

د قشقري د تیلو ساحه د هیواد په شمال کې د تیلو یو له مهمو سرچینو څخه دی، او د دې مقدار تیلو پلور د اقتصادي ځان بسیاینې او د افغانستان د کورنیو عوایدو د زیاتوالي په لور یو بل ګام دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button