نړۍ
په اندونیزیا کې د سیلاب ناورین؛ ۹۰۸ کسان مړه، ۴۱۰ کسان ورک دي
د اندونیزیا د ناورین مدیریت ادارې اعلان وکړ چې د سختو بارانونو له امله د ویجاړونکو سیلابونو او ځمکې ښویدنې د قربانیانو شمیر ۹۰۸ کسانو ته رسیدلی او ۴۱۰ نور ورک دي.
د شمالي سوماترا ټاپو کې د آچې تامیانګ سیمه تر ټولو ډیر زیانمنه شوې ده؛ زیربناوې تقریبا ویجاړې شوې دي، او کلي او ښارونه په بشپړ ډول د خټو د ښوییدو لاندې ښخ شوي دي.
د چارواکو په وینا، له ۲۶۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه شوي دي او د خلکو ترټولو بیړنۍ اړتیاوې اوس د څښاک پاکې اوبه، د روغتیا ساتنې اسانتیاوې او لنډمهاله سرپناه دي.
نړیوالې مرستې ډلې سیمې ته لیږل کیږي او د اندونیزیا حکومت ملي بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/27286?single








