نړۍ

د سپینې ماڼۍ مخې ته د وینزویلا په وړاندې د امریکا د پالیسیو د غندلو په موخه لاریون وشو

په لسګونو سیاسي فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو د شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون وکړ او د وینزویلا په وړاندې د امریکا د حکومت د دښمنانه پالیسیو د غندلو لپاره یې شعارونه ورکړل.

لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د واشنګټن بندیزونه، اقتصادي بندیزونه، او د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې په پلمه په کارابین کې پوځي ځای پرځای کول په حقیقت کې د وینزویلا د خلکو په وړاندې “بشپړ پیمانه جګړه” ده.

د لاریون ګډونوالو په وینا، دې پالیسیو د وینزویلا په ملیونونو اتباعو باندې سخت اقتصادي او بشري فشار راوړی او د دوی ورځني ژوند یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

لاریون کوونکو د متحده ایالاتو د مداخلو د سمدستي پای ته رسولو او د کاراکاس په وړاندې د یو اړخیزو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/27280?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button