د پاکستان ورځپاڼې “ډان” د صادرونکو، صنعتکارانو او سوداګرو په حواله راپور ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د تړلو له امله، دوی هره ورځ له ۴ ملیون ډالرو څخه ډیر مالي زیان سره مخ دي، او پاکستان په چټکۍ سره په افغانستان او مرکزي آسیا هیوادونو کې خپل دودیز بازارونه له لاسه ورکوي.
پاکستاني سوداګرو ټینګار کړی چې د دې وضعیت دوام به په سیمه کې د پاکستان د صادراتو دریځ په جدي توګه کمزوری کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي کله چې د اسلام آباد حکومت د امنیت او د تړونونو د اطاعت لپاره “قوي او باوري تضمینونه” ورکړي.








