افغانستان
له کابل څخه تښتول شوی درې کلن ماشوم په غزني کې خوشې شو؛ د کورنۍ یو غړی یې ونیول شو
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پولیس افسرانو د پلټنې په عملیاتو کې د شنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۵مه، ۱۴۰۴) د غزني ښار د څلورمې ناحیې څخه د کابل ښار د پل محمود خان سیمې څخه د تښتول شوي درې کلن ماشوم په خوشې کولو بریالي شول.
په دې عملیاتو کې د ماشوم د تښتونې د قضیې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
نیول شوی کس د ماشوم د کورنۍ نږدې خپلوان و او د تاوان په توګه یې د ډیرو پیسو غوښتنه کړې وه.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ماشوم روغ دی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.








