نړۍ

د هند او روسیې کلنۍ غونډه؛ د ۲۰۳۰ کال د اقتصادي همکارۍ د اجنډا په اړه موافقه

هندي رسنیو راپور ورکړ چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د هند او روسیې د ۲۳مې کلنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه د “تر ۲۰۳۰ پورې د اقتصادي همکارۍ لپاره اجنډا” باندې موافقه کړې ده ترڅو خپل سوداګري، پانګونه او مخابرات په پراخه کچه متنوع او پراخ کړي.

مودي په خپله اعلامیه کې وویل: “موږ د اړیکو د ښه کولو، د کښتۍ جوړولو، انرژۍ، حیاتي منرالونو، مهارتونو پراختیا او ډیرو نورو برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.”

د هند صدراعظم ټینګار وکړ چې کلتوري او د خلکو ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ یو له اصلي ستنو څخه دي او دا اړیکې په روسیه کې د دوو نویو هندي قونسلګریو د پرانستلو او هیواد ته د بودایانو د اثارو د لیږد سره نورې هم پیاوړې شوې دي.

هغه د تعلیم او مهارتونو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ لپاره د لوی ظرفیت اعلان هم وکړ.

دغه سرمشریزه، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پکې ګډون کړی و، د کلنیو دوه اړخیزو غونډو څخه یوه ګڼل شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button