د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر د پنجشنبې په ورځ (۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴) د یو رسمي پلاوي سره یوځای ازبکستان ته لاړ.
د دې سفر موخه د “مرکزي آسیا سیمه ایزو معلوماتو او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې همغږۍ مرکز” (CARICC) د غړو هیوادونو په غونډه کې د ګډون اعلان شوې ده.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د جمعې په ورځ (۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴) د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې ترسره شي.








