د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴) اعلان وکړ چې له پاکستان سره سوداګریزې او ټرانزیټي لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي کله چې له اسلام آباد څخه “قوي ډاډ” ترلاسه شي چې دا لارې به په راتلونکي کې د سیاسي فشار، غیرقانوني کارونې یا د اتباعو د ځورونې وسیله نه شي، او د دواړو هیوادونو د سوداګرو او خلکو حقونه به په بشپړ ډول خوندي شي.
ښاغلي مجاهد په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ټینګار وکړ: “د پاکستان لخوا د ټرانزیټي لارو یو اړخیز بندول غیرقانوني دي او د سیاسي او اقتصادي فشار وسیله ګرځیدلې ده چې د دواړو هیوادونو خلکو ته یې جدي زیانونه اړولي دي.”
هغه زیاته کړه چې افغانستان د څو هیوادونو څخه خپلې سوداګریزې اړتیاوې پوره کوي او په بشپړ ډول په پاکستاني لارو پورې تړلی نه دی.
د کابل دا رسمي دریځ په داسې وخت کې راځي چې پاکستان له نږدې دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره ټول لوی ټرانزیټي بندرونه تړلي دي او په دې وروستیو کې یې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو محدودې تګ راتګ ته اجازه ورکړې ده.








