افغانستان

د میدان وردګو په سید آباد کې د دوو موټرو د ټکر له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان شول

د میدان وردګو ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان وکړ چې د دې ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او دوه نور ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ (۷ لیندۍ ۱۴۰۴) له غرمې مخکې د کابل-کندهار په لویه لاره د سید آباد ولسوالۍ په دشت ټاپ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو مازدا موټر له سراچه موټر سره ټکر وکړ.

د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو لخوا نږدې روغتیايي مرکز ته لیږدول شوي دي.

د میدان وردګو ولایت د پولیسو قوماندانۍ له موټر چلوونکو څخه غوښتي چې د داسې غمجنو پیښو د مخنیوي لپاره د ترافیکي قوانینو اطاعت وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button