د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د لومړي ځل لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه غونډه کې چې په آنلاین ډول د قزاقستان په کوربه توب ترسره شوه، ګډون وکړ.
په دې غونډه کې، د بهرنیو چارو وزیر د امنیت، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د اسلامي امارت د څلورو کلونو لاسته راوړنو، د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د هر اړخیزې مبارزې، او د سیمې د نښلولو د پل په توګه د افغانستان د ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت په اړه خبرې وکړې.
مولوي متقي ټینګار وکړ چې افغانستان چمتو دی چې د ایکو او د هغې د غړو هیوادونو سره په ټولو برخو کې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي، او غړي هیوادونه کولی شي د دې سازمان په چوکاټ کې د افغانستان له پراخو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) لس هیوادونه لري، پشمول د افغانستان، پاکستان، ایران، ترکیه، آذربایجان او د منځنۍ آسیا هیوادونه.








