افغانستانسیمه

اسلامي امارت د تاجکستان په ختلان کې د بې پیلوټه الوتکې برید په کلکه غندي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۶ لیندۍ ۱۴۰۴) د تاجکستان په ختلان ولایت کې د یوې شرکت په دریو چینایي کارمندانو باندې د بې پیلوټه الوتکې برید په کلکه غندي، چې په پایله کې یې دوی ووژل شول، او د چین او تاجکستان له حکومتونو او خلکو سره خواخوږي څرګندوي.

اسلامي امارت ټینګار وکړ چې دا برید د هغو کړیو لخوا ترسره شوی چې هدف یې د سیمې د هیوادونو ترمنځ بې ثباتي او بې باوري رامینځته کول دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د تاجکستان حکومت ته ډاډ ورکړ چې د دې پیښې اصلي عاملین پیژندلو، د معلوماتو تبادلې او ګډې ارزونې ترسره کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

پرون، د تاجکستان حکومت اعلان وکړ چې د لاسي بمونو او وسلو بار یوه بې پیلوټه الوتکه “د افغانستان له خاورې څخه” توغول شوې او درې چینایي کارمندان یې په نښه کړي دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت دا برید “جنايي ډلو” ته منسوب کړ چې په افغانستان کې فعالیت کوي او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د سرحدي امنیت د ډاډمنولو لپاره اغیزمن اقدامات وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button