افغانستاننړۍ

یو افغان وګړی د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو په تور نیول شوی

یو افغان وګړی چې رحمان الله لکنوال نومېده، چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته داخل شو، د سپینې ماڼۍ ته نږدې د لویدیځ ورجینیا د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو په تور نیول شوی دی.

برید د چهارشنبې په ورځ (ځایي وخت) د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو (ځایي وخت) د سپینې ماڼۍ څخه یوازې دوه بلاکونه لرې د ۱۷ او آی سړکونو په څلور لارې کې وشو.

دوه سرتیري چې د جرم ضد امنیتي ګزمې د یوې برخې په توګه په دنده بوخت وو سخت ټپیان شوي او په جدي حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.

د ملي ګارد ځواکونو چې په سیمه کې موجود وو، بریدګر په ډزو ټپي کړ او هغه یې ونیولو.

د واشنګټن ښاروال دا پیښه “هدفي برید” وبلله، او د امریکا د عدلیې چارواکو اعلان وکړ چې د ترهګرۍ د عمل احتمال هم په جدي توګه څېړل کیږي.

ډزې په داسې حال کې کیږي چې د ولسمشر ټرمپ په امر د جرمونو کمولو لپاره د ملي ګارد زرګونه سرتیري د امریکا پلازمینې ته استول شوي دي.

د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/27028

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button