افغانستان
د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ ۴۴۵ بزګرانو ته د کرنیزو مرستو ویش
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د لوږې د له منځه وړلو نړیوال سازمان په همکارۍ، د چهارشنبې په ورځ ( د ۴ لیندۍ ۱۴۰۴) د کشنده ولسوالۍ ۴۴۵ بزګرانو ته کرنیزې مرستې وویشلې.
په دې پروګرام کې، هر بزګر ته د نغدو پیسو سره ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کیلوګرامه تور سرې (ډای امونیم فاسفیټ) او ۵۰ کیلوګرامه سپین سرې (یوریا) وویشل شوې.
د دې مرستې ویشلو موخه د سیمه ایزو بزګرانو ملاتړ، د سیمه ایزې کرنې پیاوړتیا او په راتلونکي کرنیز فصل کې د غلو دانو حاصلات زیاتول دي.







