د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د نړیوال بشري سازمان “مرسي کورپس” سیمه ایزې مشرې میرمن ثنا جانسن او د دې سازمان مشرې میرمن ماریانا وینسن سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې غونډه کې، چې د اقتصاد وزارت کې ترسره شوه، دواړو خواوو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، د اقلیم د بدلون سره د مبارزې او د کرنې او انرژۍ د مهمو سکتورونو په ملاتړ ټینګار وکړ.
آغلې ثنا جانسن په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې مرسي کورپس به په لاندې برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او پراخې به یې کړي:
– د راستنیدونکو کډوالو ملاتړ
– د اوبو رسولو پروژې او پاکو اوبو ته لاسرسی
– د کرنې او انرژۍ سکتورونو پیاوړتیا
– د چاپیریال ساتنه
– د کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ ملاتړ
دا غونډه د نړیوالو مرستو د راجلبولو او د نړیوالو ادارو سره د بشري او پرمختیایي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.








