د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې تېره شپه (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴) شاوخوا نیمه شپه د پاکستان رژیم ځواکونو د هیواد په سرحدي سیمو هوايي بریدونه وکړل.
د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ په مغلګي سیمه کې د ولایت خان (د قاضي میر زوی) په نوم د یو ځايي اوسیدونکي کور په هوايي برید کې په نښه شو، چې په پایله کې یې د یوې میرمنې سره ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ نجونې) شهیدان شول او کور په بشپړه توګه ویجاړ شو.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هم ورته هوايي بریدونه شوي دي، چې په پایله کې یې څلور نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د پیښې ځای ته د پلټنې او تحقیقاتو ټیمونه لیږل شوي دي او بشپړ جزئیات به د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته اعلان شي.







