افغانستاننړۍ

اسلام آباد او اروپايي ټولنه: له اسلامي امارت څخه وغوښتل شول چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې رغنده رول ولوبوي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پرون د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د اروپايي ټولنې له عالي استازې کایا کلا سره ولیدل.

په دې غونډه کې، چې د پاکستان او اروپايي ټولنې د ستراتیژیکو خبرو اترو د اووم پړاو په څنډه کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په اړه بحث وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې اسلام آباد د سیمه ییزې سولې، ثبات او سوکالۍ او له خپلو ګاونډیانو سره د رغنده خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ، او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډ هدف کې اغیزمن او رغنده رول ولوبوي.

په دې غونډه کې، دواړو لوریو د یوه سوله ییز، باثباته افغانستان ملاتړ وکړ چې د سیمه ییز ثبات د تامین لپاره ژمن دی او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د باور وړ سیاسي پروسې د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ، د دوحې پروسې او نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د ژمنو سره سم.

اروپايي ټولنې همدارنګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د خوندي، باعزته او د نړیوالو اصولو او معیارونو سره سم د راستنیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

دا غونډه په داسې وخت کې کیږي چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ اړیکې په وروستیو اونیو کې د سرحدي ستونزو او پاکستاني طالبانو له امله ترینګلې شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button