امریکا: د داعش او القاعدې د بیا راپورته کیدو د مخنیوي لپاره په الشرع باندې بندیزونه لرې کول
متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع باندې لګول شوي بندیزونه لرې کول د هیواد د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې په سوریه، عراق او افغانستان کې د داعش او القاعدې د ترهګرو ډلو د بیا راپورته کیدو مخه نیسي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ماموریت مرستیال سیاسي سلاکار اندریو کوریل پرون د امنیت شورا په غونډه کې وویل: “موږ له ټولو غړو هیوادونو څخه غوښتنه کوو چې د سوریې د نوي حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو د هیواد د سولې او ثبات لپاره د هر ډول ترهګرې ډلې د ګواښ مخه ونیسي.”
په ورته غونډه کې، د ډنمارک استازي، چې د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمیټې استازیتوب کوي، اعلان وکړ چې د داعش خراسان څانګه لاهم “په مرکزي او سویلي آسیا کې ترټولو جدي امنیتي ګواښونه” دي او د ثناالله غفاري په مشرۍ لږترلږه ۲۰۰۰ جنګیالي لري.
هغه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د “یو بل جدي ګواښ” په توګه هم تشریح کړ چې شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو سره یې د پاکستان پر وړاندې پراخ بریدونه کړي دي، چې ځینې یې درانه تلفات اړولي دي.








