افغانستان
د ارزګان په ترینکوټ کې د مهماتو یوه لویه زیرمه کشف شوه؛ درې تنه نیول شوي
د ارزګان ولایت د پولیسو قوماندانۍ اعلان وکړ چې پولیسو ځواکونو د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د پلټنې عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه کشف او ضبط کړه.
په کشف شویو مهماتو کې ۲۱۰۰۰ د کلاشینکوف او پیکا ګولۍ، ۲۰۰ دهشکې ګولۍ، ۳۰۰ د راکټ لانچر ګولۍ، او څو لاسي بمونه شامل وو.
د دې زیرمې په تړاو درې کسان نیول شوي او د پولیسو تر پلټنو لاندې دي.
د ارزګان ولایت د پولیسو قوماندانۍ دا عملیات د امنیت د ډاډمنولو او په سیمه کې د ویجاړونکو فعالیتونو د مخنیوي په لور یو مهم ګام وباله.







