سیمه
د پاکستان په فیصل آباد کې د چپکونکي موادو په فابریکه کې د بویلر چاودنې ۱۵ کسان ووژل
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل آباد ښار کې د ګلو په فابریکه کې د بویلر چاودنې لږترلږه ۱۵ کارګران وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.
یوه سیمه ییز چارواکي راجا جهانګیر خبریالانو ته وویل چې دا پیښه د جمعې په سهار (۳۰ لړم ۱۴۰۴) رامنځته شوه او د چاودنې دقیق لامل لا هم معلوم نه دی.
د جهانګیر په وینا، د چاودنې شدت دومره و چې د فابریکې د ودانۍ ځینې برخې سختې زیانمنې شوې او د هغې څپې د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ ویره خپره کړه.
د ژغورنې عملیات بشپړ شوي او ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لیږدول شوي او د پیښې د لامل د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي دي.







