په کندهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د انارو د پروسس لومړۍ فابریکه پرانیستل شوه
په کندهار ولایت کې د انارو د پروسس لومړۍ عصري فابریکه په رسمي ډول د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه، او روسیې او قزاقستان ته یې د محصولاتو صادرات پیل شوي دي.
دا فابریکه هره ورځ له ۱۰ ټنو څخه زیات انار د انارو په جوس، د انارو تخمونو او معیاري محصولاتو بدلوي، او لسګونو خلکو ته یې مستقیم او غیر مستقیم کارموندنه برابره کړې ده.
د فابریکې مشر عبدالناصر عادل اعلان وکړ چې تر اوسه پورې دوه میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او دا اندازه به ۵۰ میلیونه افغانیو ته لوړه شي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل: “سږ کال په دې ولایت کې ۲۷۴۰۰۰ ټنه انار راټول شوي، چې یوه برخه یې د پروسس د اسانتیاوو د نشتوالي له امله ضایع شوې ده؛ دا فابریکه ضایعات کموي او د باغ لرونکو ګټه زیاتوي.”
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالاحد صدیقي هم ټینګار وکړ چې د ټرانزیټ ننګونو سره سره، روسیې، قزاقستان او تاجکستان ته د کندهار د انارو صادرات پیل شوي دي، او دا به د باغ لرونکو لپاره د ستونزو وروستی کال وي.








