سیمهنړۍ

ترکیه به د COP31 کوربه وي؛ آسټرالیا به د اقلیم په اړه د خبرو اترو مشري وکړي

رویټرز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ترکیه به په 2026 کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون 31م کنفرانس (COP31) کوربه وي، چې آسټرالیا به د بین الحکومتي خبرو اترو مشري کوي.

ترکیه او آسټرالیا دواړه له 2022 راهیسې د ملګرو ملتونو د اقلیم د کلنۍ غونډې کوربه توب لپاره سیالي کوي.

دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې په برازیل کې د COP30 خبرې اترې لا په رسمي ډول پای ته نه دي رسیدلي.

د یادونې وړ ده چې د COP30 اوسنۍ غونډې ته د افغانستان هیڅ استازی نه دی بلل شوی، دا هغه مسله ده چې د هیواد د ملي چاپیریال ساتنې ادارې لخوا په کلکه نیوکه شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button