افغانستان

په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه له ۷۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال شړل شوي

د کډوالو عالي کمیسیون اعلان وکړ چې پرون ۷۳۲۶ افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه په زوره شړل شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.

د کمیسیون د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا خلک د اسلام کلا (هرات)، پل ابریشم (نیمروز)، سپین بولدک (کندهار) او تورخم (ننګرهار) د سرحدي بندرونو له لارې هیواد ته داخل شوي دي.

کمیسیون زیاته کړه چې د دې راستنیدونکو څخه یو شمیر ته نغدي مرسته، د خوړو کڅوړې او روغتیایی خدمات چمتو شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د احصایو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې، له ۲.۵ ملیون څخه ډیر افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او په زوره هیواد ته راستانه شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button