د دوشنبې په ماښام (د نومبر ۱۷، ۲۰۲۵)، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د متحده ایالاتو لخوا وړاندیز شوی پریکړه لیک مسوده د ۱۳ موافقو او دوو غیر حاضرو رایو (چین او روسیه) سره تصویب کړه، او هیڅ هیواد یې په وړاندې رایه ورنکړه.
دا پریکړه لیک په غزه کې د “نړیوال ثبات ځواک” د ځای پرځای کولو، د حماس بشپړ بې وسلې کولو، د اسراییلي ځواکونو د تدریجي وتلو او په غزه کې د لنډمهاله ادارې لپاره د میکانیزم د جوړولو غوښتنه کوي.
د پریکړه لیک متن په راتلونکي کې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو احتمالي امکان هم په ګوته کوي، چې سخت شرایط او “په فلسطیني اداره کې بنسټیز اصلاحات” پکې شامل دي.
د نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې وویل: “په فلسطیني اداره کې به هیڅ ریښتیني اصلاحات نه وي، او اسراییل به هیڅکله د فلسطیني دولت د جوړولو اجازه ورنکړي.”
حماس سمدلاسه په سختو الفاظو سره یوه اعلامیه خپره کړه، چې دا پریکړه لیک یې “په غزه کې د نوي اشغالګر ځواک پلي کول” او “د فلسطیني خلکو د مشروع حقونو څخه بې پروايي” وبلله، او ټینګار یې وکړ چې دا پریکړه لیک به د اشغال پای ته رسولو او عادلانه سولې په رامینځته کولو کې مرسته ونکړي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26849








