د ازبکستان د انرژۍ وزارت اعلان وکړ چې هېواد به یې په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان ته د برېښنا رسولو ته دوام ورکړي.
دا پریکړه د ازبکستان د انرژۍ وزیر جلابیک میرزامحمدوف او د افغان برېښنا شرکت د عمومي رییس عبدالباري عمر په مشرۍ د پلاوي ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال وشوه.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې، دا تړون په افغانستان کې د څو لویو ګډو انرژۍ پروژو په پرمختګ تمرکز کوي، په شمول د لوړ ولټاژ برېښنا لیږد لینونو او سب سټیشنونو جوړول ترڅو د دوی بشپړیدل ګړندي کړي.
تیر اګست، ازبکستان او برېښنا شیرکت د دې نوښتونو د ملاتړ لپاره د تمویل تړون لاسلیک کړ.
تمه کیږي چې پروژې به په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي او افغانستان به وکولی شي چې له ازبکستان څخه د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه پورې برېښنا وارد کړي.
دا نوښتونه به نه یوازې د هیواد د انرژۍ زیربنا پیاوړې کړي، بلکې د دواړو هیوادونو ترمنځ به دوه اړخیزه همکاري هم ژوره کړي او په سیمه کې به د انرژۍ ثبات سره مرسته وکړي.








