اقتصاد
په کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانستل شو
د امام ابوحنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۱۷، ۲۰۲۵) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت په کابل کې پرانستل شو.
د دې نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د سفارتونو استازو، نړیوالو ادارو، سوداګرو او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ګډون کړی و.
په دې اونۍ اوږد نندارتون کې د تولیدي، سوداګریزو او خدماتو سکتورونو څخه مختلف محصولات نندارې ته وړاندې شول، او هدف یې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د کورنیو محصولاتو معرفي کول او د پانګونې راجلبول دي.








