افغانستان
د زرنج-دلارام په لویه لاره کې ۴۸ تاریخي اثار کشف او ضبط شول
د نیمروز ولایت سیمه ییزو سرچینو اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو د زرنج-دلارام په لویه لاره کې ۴۸ تاریخي اثار کشف او ضبط کړي دي.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیب الله الهام وویل: “د دې ولایت د لویې لارې د امنیتي منسوبینو لخوا د مختلفو دورو پورې اړوند ۴۸ تاریخي اثار کشف او ضبط شول او نن موږ د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ییز موزیم ته وسپارل.”
هغه زیاته کړه چې د کلتوري او تاریخي اثارو د غصب، ویجاړولو او غیرقانوني پیرود او پلور مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو ترمنځ جدي همغږي شتون لري او د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ، هیڅوک اجازه نلري چې دا اثار قاچاق یا ویجاړ کړي.








