د موی تای فدراسیون، د بغلان د فزیکي زده کړې او سپورت د ولایتي څانګې سره په همغږۍ، د کندز، سمنګان، بامیان، پروان، بغلان او پکتیا ولایتونو د 60 لوبغاړو په ګډون سره په دې ډسپلین کې سیالۍ ترسره کړې.
د سیالۍ په پای کې، د بغلان ټیم لومړی مقام، د کندز دوهم مقام او د سمنګان دریم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د هیواد په شمالي او مرکزي سیمو کې د ځوانو استعدادونو د پیژندلو او د موی تای سپورت د پراختیا په هدف ترسره شوې.








