افغانستانویډیويي راپور

په مزار شریف کې د زلزلې له امله ۲۰۲ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ویش

د بلخ ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د څو ملي او نړیوالو ادارو په همکارۍ، پرون (پنجشنبه، د لړم ۲۲ مه) په مزار شریف کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ۲۰۲ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ویشلي دي.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، د نخود دال، لوبیا، مالګه، بسکټ، کمپلې، پلاستیکي غالۍ، جارو او د پخلنځي وسایل شامل وو.

هغه کورنۍ چې مرستې ترلاسه کوي، د دې مرستې څخه د رضایت په څرګندولو سره، د غیر دولتي موسسو او اسلامي امارت له چارواکو څخه وغوښتل چې خپل ویجاړ شوي کورونه بیا جوړ کړي.

دا ویش په سیمه کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د مرستو د هڅو یوه برخه ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button