د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران له راډیو او ټلویزیون سره په مرکه کې اعلان وکړ چې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د اسلامي امارت له بریا راهیسې د افغانستان په فضايي حریم کې شتون لري او د ځینو هیوادونو له فضايي حریم څخه تیرې شوې او افغانستان ته داخلې شوې دي.
هغه دا عمل د هیواد د فضايي حریم څخه ښکاره سرغړونه وګڼله او د دې الوتنو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې افغان وګړي په دې موضوع اعتراض کوي او اسلامي امارت په ډیپلوماتیکو غونډو کې خپله نیوکه پورته کړې او د دې پروسې په مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
د رسمي پیژندنې په اړه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، د اسلامي امارت ویاند وویل: “موږ نږدې ۴۰ ډیپلوماتیک ماموریتونه لرو او له کوربه هیوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي چې د بشپړو او رسمي اړیکو جوړولو ته چمتو دي.”
هغه ټینګار وکړ چې د لویدیځو او اروپایي هیوادونو پالیسي د جګړې له حالت څخه نه ده راوتلې او باید بدلون ومومي.
ښاغلي مجاهد د اسلامي امارت پر خلکو او مشرانو باندې لګول شوي بندیزونه هم وغندل او د دې خنډونو د لرې کولو غوښتنه یې وکړه.








