افغانستانسیمه

د پاکستان او عراق له زندانونو څخه ۷۵۴ افغان کډوال خوشې شول

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې په روانه اونۍ کې ۷۵۴ افغان کډوال د پاکستان او عراق له زندانونو څخه خوشې شول او هیواد ته راستانه شول.

د وزارت په وینا، ۷۲۵ کسان په پاکستان کې د دوو میاشتو بند وروسته د سپین بولدک بندر له لارې هیواد ته راستانه شول، او ۲۹ نور کسان په عراق کې له پنځو څخه تر نهو میاشتو بند وروسته د نیمروز له لارې هیواد ته راستانه شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button