افغانستانسیمه

د بلخ د سیمه ییزې ادارې په هڅو سره د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ګډ تفاهم لیک لاسلیک

د بلخ د سیمه ییزې ادارې په نوښت، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د تفاهم لیک یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې افغان کرنیز محصولات لکه انار، انځر، سبزیجات او نور موسمي میوې د ازبکستان د هوايي لارو له لارې د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، اروپایي هیوادونو او د ازبکستان کورنیو بازارونو ته صادر شي.

په دې برخه کې، د سوداګرو لخوا عملیاتي قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.

همدارنګه، ازبکستان ته د غوښې صادرولو لپاره له ګڼ شمېر افغان سوداګرو سره تړونونه شوي دي، او دا پروسه په عملي توګه پیل شوې ده.

د بلخ سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې دا لاره د افغان سوداګرو د سوداګرۍ لپاره مناسبه او مؤثره انتخاب کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button