افغانستان

د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۳.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت شپږ لویې زیربنايي پروژې تصویب کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ملي تدارکاتو کمیسیون د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په خپله وروستۍ غونډه کې د ۳.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت شپږ لویې زیربنايي پروژې تصویب کړې.

دا پروژې، چې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویل کیږي، د بادغیس ولایت په قادس خوردک ولسوالۍ کې د اوبو د ذخیره کولو بند جوړول، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ څخه تر کوه صافي پورې د سړک جوړول، د جوزجان ولایت د قوش تیپه او درزاب ولسوالیو ته د بریښنا شبکې غځول، او د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د بریښنا د لیږد او ویش پروژو بشپړول شامل دي.

د دې پروژو تصویب د هیواد په مختلفو سیمو کې د اوبو، انرژۍ او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په لور یو مهم ګام دی او تمه کیږي چې د ځایی خلکو په ژوند مثبت اغیزه ولري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button