افغانستانسیمه

ترکمنستان د افغانستان په شمال کې د زلزلې قربانیانو ته د ۳۴ ملیون افغانیو په ارزښت بشري مرستې رسوي

د بلخ ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د هیواد په شمال کې د زلزلې قربانیانو سره د نړیوالو مرستو په دوام کې، د ترکمنستان حکومت لخوا د ۳۴ ملیون افغانیو په ارزښت د ۶۸ توکو خوراکي، طبي، ساختماني او جامو توکي د اقینې په بندر کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شول.

د دې مرستو د رسولو په مراسمو کې، د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د ترکمنستان له حکومت څخه د دوی د پیوستون مننه وکړه او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکو او ورورګلوۍ سمبول وباله.

په مزار شریف کې د ترکمنستان جنرال قونسل هم د دواړو هیوادونو ترمنځ په تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو ټینګار وکړ او دا مرسته یې د ترکمنستان د حکومت د بشري اصولو او د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د مسؤلیت د ژمنې نښه وګڼله.

هغه زیاته کړه چې ترکمنستان په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون اعلانوي او د تېر په څېر به د افغان وروڼو تر څنګ ودرېږي او اړین ملاتړ ته به دوام ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button