افغانستانسپورت

د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال ملي ټیم د پارالمپیک د وړتیا سیالۍ کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

د هیواد د ویلچیر باسکیټبال ملي ټیم د ۲۰۲۶ کال د جاپان د پارالمپیک د وړتیا سیالۍ په لومړۍ لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه.

د هیواد د ویلچیر باسکیټبال ملي ټیم چارواکو په یوه رسنیز مرکه کې اعلان وکړ چې معلول ملي لوبغاړو نن (شنبه، د لړم ۱۷ ) د نیوزیلینډ په وړاندې میدان ته راووتل او خپلو سیالانو ته یې د ۶۳-۵۶ په نمرې سره ماتې ورکړه.

دا سیالي د تایلینډ په کوربه توب ترسره کیږي، او د دې بریا سره، افغانستان د پارالمپیک لپاره د وړتیا په لور یو قوي ګام پورته کړی دی.

د چارواکو په وینا، ملي ټیم به احتمالاً د دې اونۍ د دوشنبې په ورځ له هند سره مخ شي.

دا لاسته راوړنه د هیواد د معلول لوبغاړو لپاره یو لوی ویاړ دی، چې له ډیرو ننګونو سره مخ دي، او د ۲۰۲۶ کال د جاپان د پارالمپیک کې د ګډون لپاره هیلې یې زیاتې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button