افغانستانسیمه

د هند ژمنه چې له افغانستان سره به یو ګډ کرنیز څېړنیز مرکز جوړوي

د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د هند سفارت د شارژدافیر ترمنځ په یوه غونډه کې، دواړو خواوو د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو صادراتو او د میخانیکي تجهیزاتو واردولو په برخو کې د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د هیواد د کرنې وزیر د څلورو لسیزو جګړو وروسته د هیواد په فصلونو باندې د اقلیم د بدلون، وچکالۍ او آفتونو سختو اغیزو ته په اشارې سره د مقاومت لرونکو ډولونو د پراختیا لپاره د ساینسي څیړنو تمرکز کولو غوښتنه وکړه.

هغه د لابراتوارونو د تجهیز، د چیک بندونو جوړولو، د څارویو د کیفیت کنټرول پیاوړتیا او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیا په برخه کې د هند د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

په ځواب کې، د هند شارژدافیر ژمنه وکړه چې هیواد به یې د “افغان-هند” ګډ څیړنیز مرکز په جوړولو، د نویو پروژو پلي کولو، او د کرنې وزارت د متخصصینو لپاره د مخامخ او آنلاین روزنیزو پروګرامونو په جوړولو کار وکړي.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې مستقیم سوداګریزې معاملې پیل کړي او د کرنیزو زیربناوو پروژې پلي کړي.

شارژدافیر ډاډ ورکړ چې ټولې مسلې به د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب او ډیر ژر به پلي شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button