افغانستان

یونیسف په سمنګان کې د زلزلې قربانیانو ته ۴۲۷ روغتیايي کټونه او د ژمي جامې ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) استازی تاج الدین ایولي اعلان وکړ چې نن په سمنګان ولایت کې د زلزلې قربانیانو ته ۴۲۷ روغتیايي کټونه او د ژمي جامې ورکړل شوې.

په دې مرستو کې د ژمي د موسم لپاره اړین روغتیايي توکي او ګرمې جامې شاملې دي، چې په سیمه کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته ویشل شوي دي.

د یونیسف استازي ټینګار وکړ چې نورې مرستې روانې دي او د هغه اداره هڅه کوي چې ژر تر ژره د زلزلې ځپلو ماشومانو او کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

د سمنګان سیمه ییزو چارواکو د نړیوالو مرستو څخه مننه وکړه او دا یې د قربانیانو د کړاوونو د کمولو لپاره یو مهم ګام وباله.

د یونیسف د مرستو ویش په نورو زلزله ځپلو ولایتونو کې هم دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button