متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینو غړو ته د پریکړه لیک مسوده لیږلې چې په هغه کې یې د 2027 تر پایه پورې لږ تر لږه د دوو کلونو ماموریت سره په غزه کې د نړیوال امنیتي ځواک (ISF) د جوړولو غوښتنه کړې.
ټاکل شوې دا ځواک د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې واستول شي او د امنیت د تامین، د ملکي وګړو د ساتنې او د بشري مرستو د بندرونو پراخ واکونه به ولري.
د مسودې د محتوا له مخې، دا ځواک به د اجرایوي ځواک په توګه کار وکړي (نه یوازې سوله ساتي) او د اسراییلو او مصر سره د غزې د سرحدونو خوندي کولو او د غزې بشپړ بې وسلې کولو په شمول به مسؤلیتونه ولري.
همدارنګه، ډونالډ ټرمپ به د سولې د یوه کمیسیون مشري وکړي چې د 2027 تر پایه به فعال وي او د غزې د بیارغونې او د هغې د تمویل لپاره د لومړیتوبونو د ټاکلو لپاره به پراخ واکونه ولري.








