د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) په یوه بیان کې اعلان کړی چې د سوډان د شمالي دارفور ایالت په پلازمینه فاشر ښار کې د چټک غبرګون ځواکونو (RSF) لخوا ترسره شوي جرمونو د اسنادو او شواهدو راټولولو لپاره بیړني اقدامات ترسره کیږي، ترڅو مجرمین محاکمه شي.
د چټک غبرګون ځواکونو اعتراف کړی چې د ځواک ځینې غړو د سیمې له نیولو وروسته جرمونه کړي دي.
په ورته وخت کې، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې د دې ځواکونو لخوا د ملکي وګړو پراخه ډله ییزه وژنه ښیې.
د هاګ جنايي محکمه، د نسل وژنې، د انسانیت پر وړاندې جرمونو، جنګي جرمونو او جنسي تاوتریخوالي د جرمونو د څیړلو لپاره لومړۍ دایمي نړیواله محکمه، د هالنډ په هاګ کې مرکزي دفتر لري.
د یادونې وړ ده چې د محکمې تحقیقات د دې جرمونو د مرتکبینو د پیژندلو او محاکمه کولو په هدف روان دي.








