افغانستان
د تېرې شپې زلزله په تاشقرغان تنګي کې
د تېرې شپې زلزلې په تاشقرغان تنګي کې، چې د سمنګان او بلخ ولایتونو په پوله کې موقعیت لري، درانه تلفات او زیانونه اړولي او دا مهمه لویه لاره یې بنده کړې ده.
د لومړنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دې طبیعي پیښې د څو کسانو د مړینې او لسګونو نورو د ټپي کیدو لامل شوی دی.
سیمه ییزو چارواکو د لویې لارې د پاکولو او بیا پرانیستلو لپاره هڅې اعلان کړې او ویلي یې دي چې د مرستې او ژغورنې عملیات لاهم روان دي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26552








