نړۍ
په مکسیکو سوپر مارکیټ کې خونړۍ چاودنه؛ ۲۳ کسان ووژل
د مکسیکو شمال لویدیځ کې د سونورا ایالت د هرموسیلو ښار کې د والډو چین پلورنځي کې یوې لویې چاودنې لږترلږه ۲۳ کسان ووژل او له ۱۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل.
د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د چاودنې له امله رامنځته شوې اورلګیدنه کنټرول شوې او د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي دي.
د پیښې د دقیق لامل د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي دي.
چارواکو تر اوسه د ګازو د لیکیدو، چاودیدونکو توکو یا نورو عواملو د احتمال په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26538








