د بشردوستانه اقدام په توګه، د هند حکومت د هیواد د عامې روغتیا وزارت ته د ساري ناروغیو لپاره له ۱۶ ټنو څخه ډیر درمل او تشخیصي کټونه ورکړي دي.
دا مرسته د هیواد په زیان منونکو سیمو کې د ملاریا د مخنیوي او نورو ساري ناروغیو کنټرول لپاره د ملي پروګرام ملاتړ لپاره شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د دې نوښت ستاینه وکړه، دا یې د روغتیا خدماتو ښه کولو او د ناروغیو سره د مبارزې لپاره یو مهم ګام وباله.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د هند د سفر په جریان کې، نوي ډیلي مخکې له دې د روغتیا سکتور ملاتړ لپاره افغانستان ته ۲۰ امبولانسونه ورکړي وو.








