نړۍ
د انګلستان په اورګاډي کې د چاقو برید؛ ۱۰ کسان ټپیان شوي، ۹ یې په جدي حالت کې دي
په یوه خونړۍ پیښه کې، د کیمبرج شایر څخه لندن ته په یوه اورګاډي کې د چاقو برید کې لږترلږه ۱۰ کسان ټپیان شوي، چې نهه یې په جدي حالت کې دي.
د برتانیا د ټرانسپورټ پولیسو (BTP) وویل چې دوه شکمن کسان د پیښې په ځای کې نیول شوي دي.
په لاره کې د اورګاډي خدمات په موقت ډول ګډوډ شوي او د برید د انګېزې یا د شکمنو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
لاندې ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/26535








